دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۱۲
د مطلب کود : 283346
په نیمروز او هرات کې ۳۰ زره بزګرانو ته نغدي مرسته او اصلاح شوې تخمونه وویشل شوې
په هرات او نیمروز کې سیمه ییز چارواکي وايي، په دغو ولایتونو کې پر ۲۷ زره او ۲۲۴ کسانو نغدي او اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په نیمروز کې ویلي، چې د دغه ولایت په خاشرود او دلارام ولسوالیو کې اوه زره او ۲۲۴ تنو ته د افغانستان د راتلونکي نسل له خوا نغدې پیسې وویشل شوې.

ویل شوي، چې هر کس ته شپږ زره او ۸۴۹ افغانۍ نغدې پیسې وېشل شوې دي.

له بلې خوا په هرات کې د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دغه ولایت کې شل زره بزګرانو ته د تخمونو د ویش خبر ورکړی دی.

د دغه رياست د معلوماتو له مخې، دغه مرستې د هرات د شينډنډ او انجيل ولسواليو په شل زره کروندګرو د "Action Aid" موسسې له خوا وېشل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم مرستندويه ادارو د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې لسګونه کورنيو ته د کار زمينه برابره کړې او يا يې خوراکي توکي وېشلي دي.
https://avapress.com/vdcbafb50rhbwfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته