کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ننګرهار په دولتي ښوونځيو کې له پاکستان څخه د راستنو شويو زده کوونکو د ثبت لړۍ پيل شوه

16 جدی 1402 ساعت 12:00

د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په دولتي ښوونځیو کې له پاکستان څخه د راستنو شویو زده کوونکو د جذب لړۍ پیل شوې ده.


آوا: دغه چارواکي زیاته کړه، چې تر دې دمه یو زیات شمېر راستانه شوي زده کوونکي دولتي ښوونځیو ته جذب شوي او د نوم لیکنې بهیر روان دی.

د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند فرهاد احمد ستانکزی وايي: هغه زده کوونکي چې په پاکستان کې یې درسونه نیمايي پای ته رسېدلي وو اوس دلته نوم لیکنه کېږي او د روانې میاشتې په ۲۰مه نېټه به یې ازموینه واخیستل شي او ځان به ځانګړي ټولګي ته معرفي شي. .

په ورته وخت کې یو شمېر دغه زده کوونکي خوښ دي، چې د دوی لپاره د زده کړو زمینه برابره شوې ده.

له بلې خوا د دې پروسې له پیل سره یو شمېر نجونې له شپږم ټولګي هم دولتي ښوونځیو ته جذب شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ لا هم روانه ده او هره ورځ د تورخم له لارې لسګونه کورنۍ هېواد ته راستنېږي.

د يادونې وړ ده، چې د ننګرهار په دولتي ښوونځيو کې له پاکستان څخه د راستانه شويو زده کوونکو د نوم ليکنې لړۍ دوام لري./آریانا نیوز


د مطلب کود: 283569

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283569/د-ننګرهار-په-دولتي-ښوونځيو-کې-له-پاکستان-څخه-راستنو-شويو-زده-کوونکو-ثبت-لړۍ-پيل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com