دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۰۰
د مطلب کود : 283569
د ننګرهار په دولتي ښوونځيو کې له پاکستان څخه د راستنو شويو زده کوونکو د ثبت لړۍ پيل شوه
د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په دولتي ښوونځیو کې له پاکستان څخه د راستنو شویو زده کوونکو د جذب لړۍ پیل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس: دغه چارواکي زیاته کړه، چې تر دې دمه یو زیات شمېر راستانه شوي زده کوونکي دولتي ښوونځیو ته جذب شوي او د نوم لیکنې بهیر روان دی.

د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند فرهاد احمد ستانکزی وايي: هغه زده کوونکي چې په پاکستان کې یې درسونه نیمايي پای ته رسېدلي وو اوس دلته نوم لیکنه کېږي او د روانې میاشتې په ۲۰مه نېټه به یې ازموینه واخیستل شي او ځان به ځانګړي ټولګي ته معرفي شي. .

په ورته وخت کې یو شمېر دغه زده کوونکي خوښ دي، چې د دوی لپاره د زده کړو زمینه برابره شوې ده.

له بلې خوا د دې پروسې له پیل سره یو شمېر نجونې له شپږم ټولګي هم دولتي ښوونځیو ته جذب شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ لا هم روانه ده او هره ورځ د تورخم له لارې لسګونه کورنۍ هېواد ته راستنېږي.

د يادونې وړ ده، چې د ننګرهار په دولتي ښوونځيو کې له پاکستان څخه د راستانه شويو زده کوونکو د نوم ليکنې لړۍ دوام لري./آریانا نیوز
https://avapress.com/vdciqpar3t1avw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته