کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه له اسلامي پراختیايي بانک سره درې تړونونه لاسلیک کړل

16 جدی 1402 ساعت 12:59

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له اسلامي پراختیايي بانک سره درې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.


آوا - کابل: د دغه سازمان د خبرپاڼې پر بنسټ، دغه هوکړه لیکونه په افغانستان کې پوهنې ته د لاسرسي، روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو او د ژوند د اسانتیاو د برابرولو په موخه لاسلیک شوی دی.

د دغو تړونونو پر بنسټ به په افغانستان کې ۱۶ ښوونځي او ۸ روغتیايي مرکزونه جوړ شي.

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې زياتره بنسټيزې پروژې په ټپه ولاړې دي.


د مطلب کود: 283582

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283582/ملګرو-ملتونو-د-افغانستان-په-اړه-له-اسلامي-پراختیايي-بانک-سره-درې-تړونونه-لاسلیک-کړل

آوا
  https://www.avapress.com