دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۵۹
د مطلب کود : 283582
ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه له اسلامي پراختیايي بانک سره درې تړونونه لاسلیک کړل
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له اسلامي پراختیايي بانک سره درې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه سازمان د خبرپاڼې پر بنسټ، دغه هوکړه لیکونه په افغانستان کې پوهنې ته د لاسرسي، روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو او د ژوند د اسانتیاو د برابرولو په موخه لاسلیک شوی دی.

د دغو تړونونو پر بنسټ به په افغانستان کې ۱۶ ښوونځي او ۸ روغتیايي مرکزونه جوړ شي.

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې زياتره بنسټيزې پروژې په ټپه ولاړې دي.
https://avapress.com/vdcdjs0xxyt0jk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته