کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په باميان کې د يوه سړي د وژنې په تور پنځه تنه ونيول شول

16 جدی 1402 ساعت 14:42

د بامیان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یې د یوې ښځې په ګډون پنځه تنه د یوه سړي د وژنې په تړاو نیولي دي.


آوا - بامیان: د بامیان ولایت د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: د بامیان ولایت د امنیه قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې ریاست د یوې ښځې په ګډون پنځه تنه د شکمن قتل په تړاو نیولي دي. 

ويل شوي دي چې دغه کسان د خپلو اړوندو دوسيو د څيړنې او بشپړولو په مقصد د باميانو ولايت د کهمرد ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې د مديريت تر څارنې لاندې دي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې لسګونه کسان د جنايي جرمونو په تړاو نيول شوي وو.


د مطلب کود: 283593

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283593/په-باميان-کې-د-يوه-سړي-وژنې-تور-پنځه-تنه-ونيول-شول

آوا
  https://www.avapress.com