دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۲
د مطلب کود : 283593
په باميان کې د يوه سړي د وژنې په تور پنځه تنه ونيول شول
د بامیان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یې د یوې ښځې په ګډون پنځه تنه د یوه سړي د وژنې په تړاو نیولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان ولایت د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: د بامیان ولایت د امنیه قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې ریاست د یوې ښځې په ګډون پنځه تنه د شکمن قتل په تړاو نیولي دي. 

ويل شوي دي چې دغه کسان د خپلو اړوندو دوسيو د څيړنې او بشپړولو په مقصد د باميانو ولايت د کهمرد ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې د مديريت تر څارنې لاندې دي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې لسګونه کسان د جنايي جرمونو په تړاو نيول شوي وو.
https://avapress.com/vdcf1md0mw6dcta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته