کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د دوو کورنیو تر منځ ۵۰ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

17 جدی 1402 ساعت 16:01

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دوو کورنیو ترمنځ ۵۰ کلنه دښمني چې په ترڅ کې یې یو تن وژل شوی، په دوستۍ بدل شوی.


آوا - ننګرهار: د ننګرهار د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ هغه دښمني چې له پنځوسو کلونو راهیسې روانه وه، په دوستۍ بدله شوې ده.

د چارواكو په وينا، دغه دښمني چې له پنځوسو كلونو راهيسې روانه وه، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست په منځګړتوب او د ننګرهار د قومي مخورو په همكارۍ هواري او سولې ته ورسېده.

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس رحمت الله غازي عمر وویل: تر ​​هغو به آرام نه کېږو تر څو چې د ننګرهار ولایت د قومونو تر منځ خپلمنځي شخړو او اختلافاتو ته د پای ټکی کېږدي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په نورستان ولايت کې د درېيو قومونو تر منځ ٤١ کلنه دښمني د دغه ولايت د سرحدونو چارو رياست، قومونو او قبايلو په منځګړتوب په دوستۍ بدله شوه.


د مطلب کود: 283678

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283678/په-ننګرهار-کې-د-دوو-کورنیو-تر-منځ-۵۰-کلنه-دښمني-دوستۍ-بدله-شوه

آوا
  https://www.avapress.com