دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۰۱
د مطلب کود : 283678
په ننګرهار کې د دوو کورنیو تر منځ ۵۰ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دوو کورنیو ترمنځ ۵۰ کلنه دښمني چې په ترڅ کې یې یو تن وژل شوی، په دوستۍ بدل شوی.
افغان غږ خبری آژانس - ننګرهار: د ننګرهار د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ هغه دښمني چې له پنځوسو کلونو راهیسې روانه وه، په دوستۍ بدله شوې ده.

د چارواكو په وينا، دغه دښمني چې له پنځوسو كلونو راهيسې روانه وه، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست په منځګړتوب او د ننګرهار د قومي مخورو په همكارۍ هواري او سولې ته ورسېده.

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس رحمت الله غازي عمر وویل: تر ​​هغو به آرام نه کېږو تر څو چې د ننګرهار ولایت د قومونو تر منځ خپلمنځي شخړو او اختلافاتو ته د پای ټکی کېږدي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په نورستان ولايت کې د درېيو قومونو تر منځ ٤١ کلنه دښمني د دغه ولايت د سرحدونو چارو رياست، قومونو او قبايلو په منځګړتوب په دوستۍ بدله شوه.
https://avapress.com/vdcjate8ouqeomz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته