کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ډنمارک له افغانستان سره ۶،۲ میلیونه ډالره مرسته وکړه

25 جدی 1402 ساعت 12:17

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق (UN_STFA) وايي، ډنمارک له افغانستان سره ۶،۲ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.


آوا - کابل: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي وجهي صندوق (UN_STFA) په ایکس پاڼه کې یو پیغام خپور کړی او لیکلي یې دي چې دا پیسې د ۴۲ میلیونه ډنمارکي کرونر سره برابرې دي.

دغه بنسټ ویلي چې د ځانګړي وجهي صندوق په مرسته به لا ډېرې لاسته راوړنې ولري.

په پیغام کې راغلي دي: "ډنمارک د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له ځواکمنتیا سره مرسته کوي."
 
تر دې مخکې چین اعلان کړی و، چې له افغانستان سره به د ۱۰۰ میلیونه یوانو په ارزښت نغدي مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) اعلان وکړ، چې د افغانستان د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته، د دغه هېواد ۸۵ سلنه وګړي د ورځې له یو ډالر څخه په کمو پیسو ژوند کوي.


د مطلب کود: 284222

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284222/ډنمارک-له-افغانستان-سره-۶-۲-میلیونه-ډالره-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com