دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۱۷
د مطلب کود : 284222
ډنمارک له افغانستان سره ۶،۲ میلیونه ډالره مرسته وکړه
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق (UN_STFA) وايي، ډنمارک له افغانستان سره ۶،۲ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي وجهي صندوق (UN_STFA) په ایکس پاڼه کې یو پیغام خپور کړی او لیکلي یې دي چې دا پیسې د ۴۲ میلیونه ډنمارکي کرونر سره برابرې دي.

دغه بنسټ ویلي چې د ځانګړي وجهي صندوق په مرسته به لا ډېرې لاسته راوړنې ولري.

په پیغام کې راغلي دي: "ډنمارک د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له ځواکمنتیا سره مرسته کوي."
 
تر دې مخکې چین اعلان کړی و، چې له افغانستان سره به د ۱۰۰ میلیونه یوانو په ارزښت نغدي مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) اعلان وکړ، چې د افغانستان د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته، د دغه هېواد ۸۵ سلنه وګړي د ورځې له یو ډالر څخه په کمو پیسو ژوند کوي.
https://avapress.com/vdcf0jd00w6dc0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته