کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پروان کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې پلې کېږي

26 جدی 1402 ساعت 14:11

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت اعلان کړی چې په پروان ولایت کې به د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت کانالونه، بندونه او بېلابېلې پروژې پلې کړي.


آوا - کابل: د دغه وزارت د سرپرست مل پاسوال محمد یونس اخندزاده په مشرۍ د دغه ولایت په بګرام او سیاه ګرد ولسوالیو کې د یوې سترې لارې د پروژې او د یوه کانال د کار د پیل خبر ورکړل شو. 

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت زیاتوي، چې د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د دغه وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده او ورسره ملګري پلاوي، د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس، مسوولینو، محسن صفدان او د پروان ولایت ځوانانو ګډون کړی و. 

د يادو پروژو په جوړېدو سره به سلګونو ځايي اوسېدونکو ته د کار زمينه برابره شي او د يادو پروژو په بشپړېدو سره به د يادو ولسواليو د اوسېدونکو يو شمېر ستونزې هوارې شي.


د مطلب کود: 284334

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284334/په-پروان-کې-د-۱۵-میلیونه-افغانیو-ارزښت-بېلابېلې-پروژې-پلې-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com