دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۱۱
د مطلب کود : 284334
په پروان کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې پلې کېږي
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت اعلان کړی چې په پروان ولایت کې به د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت کانالونه، بندونه او بېلابېلې پروژې پلې کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه وزارت د سرپرست مل پاسوال محمد یونس اخندزاده په مشرۍ د دغه ولایت په بګرام او سیاه ګرد ولسوالیو کې د یوې سترې لارې د پروژې او د یوه کانال د کار د پیل خبر ورکړل شو. 

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت زیاتوي، چې د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د دغه وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده او ورسره ملګري پلاوي، د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس، مسوولینو، محسن صفدان او د پروان ولایت ځوانانو ګډون کړی و. 

د يادو پروژو په جوړېدو سره به سلګونو ځايي اوسېدونکو ته د کار زمينه برابره شي او د يادو پروژو په بشپړېدو سره به د يادو ولسواليو د اوسېدونکو يو شمېر ستونزې هوارې شي.
https://avapress.com/vdcjtxe8xuqeotz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته