کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د لس میلیونه افغانیو په ارزښت دوه استنادي دیوالونه جوړ شو

27 جدی 1402 ساعت 9:38

د فواید عامې وزارت وايي، په ننګرهار ولایت کې د دغه وزارت له لوري د څه باندې لس میلیونه افغانیو په لګښت دوه استنادي دیوالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.


آوا - کابل: د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ د عطاخان په سیمه کې ید څه باندې لس میلیونه افغانیو په لګښت دوه استنادي دیوالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د فواید عامې وزارت زیاتوي، چې د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ د ریګي په سیمه کې د یو بل استنادي دېوال د جوړولو چارې د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت په ۴۰ ورځو کې بشپړې شوې، چې ۲۵ متره اوږدوالی او ۷ متره لوړوالی لري.

دغه وزارت دا هم وايي، چې د ننګرهار حلقوي سړک د سېلابونو د تخريب د مخنيوي په موخه ياد شوي استنادي دېوالونه جوړ شوي دي.


د مطلب کود: 284362

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284362/په-ننګرهار-کې-د-لس-میلیونه-افغانیو-ارزښت-دوه-استنادي-دیوالونه-جوړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com