دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۸
د مطلب کود : 284362
په ننګرهار کې د لس میلیونه افغانیو په ارزښت دوه استنادي دیوالونه جوړ شو
د فواید عامې وزارت وايي، په ننګرهار ولایت کې د دغه وزارت له لوري د څه باندې لس میلیونه افغانیو په لګښت دوه استنادي دیوالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ د عطاخان په سیمه کې ید څه باندې لس میلیونه افغانیو په لګښت دوه استنادي دیوالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د فواید عامې وزارت زیاتوي، چې د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ د ریګي په سیمه کې د یو بل استنادي دېوال د جوړولو چارې د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت په ۴۰ ورځو کې بشپړې شوې، چې ۲۵ متره اوږدوالی او ۷ متره لوړوالی لري.

دغه وزارت دا هم وايي، چې د ننګرهار حلقوي سړک د سېلابونو د تخريب د مخنيوي په موخه ياد شوي استنادي دېوالونه جوړ شوي دي.
https://avapress.com/vdcaiynuu49nae1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته