کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چین په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي

1 دلو 1402 ساعت 9:13

یو شمېر چینايي سوداګرو په اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت له مشر سره په کتنه کې ویلي چې غواړي په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.


آوا: په پاکستان کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې چینایی سوداګر د افغانستان د برښنا په سکتور کې پانګونه کوی.

په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه سفارت مشر سردار احمد شکېب چینايي سوداګرو ته ډاډ ورکړی، چې افغان حکومت د اقتصاد په برخه کې پالیسي تعقیبوي او د هر هغه پانګونې هرکلی کوي، چې شفافه وي او د افغانانو په ګټه وي.

باید وویل شي، چې چینايي شرکتونو په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې ده.


د مطلب کود: 284578

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284578/چین-په-افغانستان-کې-د-لمریزې-برېښنا-تولید-برخه-۵۰۰-میلیونه-ډالره-پانګونه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com