دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۳
د مطلب کود : 284578
چین په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي
یو شمېر چینايي سوداګرو په اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت له مشر سره په کتنه کې ویلي چې غواړي په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: په پاکستان کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې چینایی سوداګر د افغانستان د برښنا په سکتور کې پانګونه کوی.

په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه سفارت مشر سردار احمد شکېب چینايي سوداګرو ته ډاډ ورکړی، چې افغان حکومت د اقتصاد په برخه کې پالیسي تعقیبوي او د هر هغه پانګونې هرکلی کوي، چې شفافه وي او د افغانانو په ګټه وي.

باید وویل شي، چې چینايي شرکتونو په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې ده.
https://avapress.com/vdcjaxe8ouqeoiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته