کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د څښاک د پاکو اوبو د یوې پروژې کار بشپړ شو

7 دلو 1402 ساعت 14:49

په ننګرهار ولایت کې د ۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.


آوا: دغه پروژه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق په مالي مرسته پلې شوې او په بشپړیدو سره یې سلګونه کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمنې شوې دي.

د هېواد د ختيځ زون د اوبو رسولو مسوولين وايي، چې په دې پروژه کې د اوبو شپږ پمپونه، د اوبو د پاکولو يو سيسټم او ساختماني چارې شاملې دي.

د سیمې اوسیدونکي هم د دې پروژې په بشپړیدو خوښ دي او د لا ډیرو پراختیايي پروژو د پلي کیدو غوښتونکي دي.

په ختیځ زون کې د اوبو رسولو ریاست مسوولین وایي، د اقلیم د بدلون او وچکالۍ له امله د اوبو کچه راټیټه شوې او دوی هڅه کوي چې د یوه کمیسیون په جوړولو سره د ژورو څاګانو د کیندلو مخه ونیسي.


د مطلب کود: 284875

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284875/په-ننګرهار-کې-د-څښاک-پاکو-اوبو-یوې-پروژې-کار-بشپړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com