دخپریدو نیټه :شنبه ۷ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۹
د مطلب کود : 284875
په ننګرهار کې د څښاک د پاکو اوبو د یوې پروژې کار بشپړ شو
په ننګرهار ولایت کې د ۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
افغان غږ خبری آژانس: دغه پروژه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق په مالي مرسته پلې شوې او په بشپړیدو سره یې سلګونه کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمنې شوې دي.

د هېواد د ختيځ زون د اوبو رسولو مسوولين وايي، چې په دې پروژه کې د اوبو شپږ پمپونه، د اوبو د پاکولو يو سيسټم او ساختماني چارې شاملې دي.

د سیمې اوسیدونکي هم د دې پروژې په بشپړیدو خوښ دي او د لا ډیرو پراختیايي پروژو د پلي کیدو غوښتونکي دي.

په ختیځ زون کې د اوبو رسولو ریاست مسوولین وایي، د اقلیم د بدلون او وچکالۍ له امله د اوبو کچه راټیټه شوې او دوی هڅه کوي چې د یوه کمیسیون په جوړولو سره د ژورو څاګانو د کیندلو مخه ونیسي.
https://avapress.com/vdcjaxe8iuqeooz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته