کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یونیسف په افغانستان کې ۳.۶ میلیونه خلکو ته د چاودیدونکو توکو د خطرونو په اړه روزنه ورکوي

10 دلو 1402 ساعت 16:12

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې سږ کال په پام کې لري د ماشومانو په ګډون ۳،۶ میلیونه خلکو ته د چاودیدونکو توکو د خطرونو په اړه پوهاوی ورکړي.


آوا - کابل: یونیسف نن (سه شنبه د دلوې ۱۰مه) په ایکس چینل کې لیکلي چې افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې چاودیدونکي توکي پکې ککړ دي.

سازمان لیکلي چې د چاودیدونکو توکو د خطرونو په اړه د خلکو په پوهولو سره، دوی به پوه شي چې څنګه د چاودیدونکو توکو له پاتې کیدو څخه د ټپي کیدو او مړینې مخه ونیسي.

د دغه بنسټ په وینا، د څو لسیزو جګړو له امله د افغانستان ځمکې په ماینونو ککړې شوې او له جګړو پاتې مهمات پاتې دي.

د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې درې ميليونه وګړي د ماينونو، ناچاودو توکو او د جګړې له پاتې شونو پاتې شويو چاودېدونکو توکو څخه په يو کيلو مترۍ کې ژوند کوي.


د مطلب کود: 285091

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285091/یونیسف-په-افغانستان-کې-۳-۶-میلیونه-خلکو-ته-د-چاودیدونکو-توکو-خطرونو-اړه-روزنه-ورکوي

آوا
  https://www.avapress.com