دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۱۲
د مطلب کود : 285091
یونیسف په افغانستان کې ۳.۶ میلیونه خلکو ته د چاودیدونکو توکو د خطرونو په اړه روزنه ورکوي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې سږ کال په پام کې لري د ماشومانو په ګډون ۳،۶ میلیونه خلکو ته د چاودیدونکو توکو د خطرونو په اړه پوهاوی ورکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: یونیسف نن (سه شنبه د دلوې ۱۰مه) په ایکس چینل کې لیکلي چې افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې چاودیدونکي توکي پکې ککړ دي.

سازمان لیکلي چې د چاودیدونکو توکو د خطرونو په اړه د خلکو په پوهولو سره، دوی به پوه شي چې څنګه د چاودیدونکو توکو له پاتې کیدو څخه د ټپي کیدو او مړینې مخه ونیسي.

د دغه بنسټ په وینا، د څو لسیزو جګړو له امله د افغانستان ځمکې په ماینونو ککړې شوې او له جګړو پاتې مهمات پاتې دي.

د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې درې ميليونه وګړي د ماينونو، ناچاودو توکو او د جګړې له پاتې شونو پاتې شويو چاودېدونکو توکو څخه په يو کيلو مترۍ کې ژوند کوي.
https://avapress.com/vdcaomnu649naw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته