کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د پخواني حکومت د کابینې غړی ګل اغا شیرزی له سیلاب څخه وژغورل شو 

11 دلو 1402 ساعت 16:14

د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د اسلامي امارت ځواکونو د افغانستان د پخواني حکومت د کابینې غړی ګل اغا شیرزی له سیلاب څخه ژغورلی دی.


آوا - کابل: د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکو رسنیو ته ویلي، چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې د ښاغلي شیرزي موټر چې په سیلابونو کې بند پاتې وو، ژغورلی دی.

ګل اغا شېرزى د کندهار يو له ډېرو بانفوذه څېرو څخه دى، چې په تېر حکومت کې يې د کندهار د والي، د ننګرهار د والي، د ښار جوړونې او قومونو چارو وزارت په ګډون په بېلابېلو پوستونو کار کړى دى.


د مطلب کود: 285157

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285157/د-افغانستان-پخواني-حکومت-کابینې-غړی-ګل-اغا-شیرزی-له-سیلاب-څخه-وژغورل-شو

آوا
  https://www.avapress.com