دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۱۴
د مطلب کود : 285157
د افغانستان د پخواني حکومت د کابینې غړی ګل اغا شیرزی له سیلاب څخه وژغورل شو 
د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د اسلامي امارت ځواکونو د افغانستان د پخواني حکومت د کابینې غړی ګل اغا شیرزی له سیلاب څخه ژغورلی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکو رسنیو ته ویلي، چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې د ښاغلي شیرزي موټر چې په سیلابونو کې بند پاتې وو، ژغورلی دی.

ګل اغا شېرزى د کندهار يو له ډېرو بانفوذه څېرو څخه دى، چې په تېر حکومت کې يې د کندهار د والي، د ننګرهار د والي، د ښار جوړونې او قومونو چارو وزارت په ګډون په بېلابېلو پوستونو کار کړى دى.
https://avapress.com/vdcdkk0x5yt0jf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته