کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېرو ۱۵ ورځو کې له ایران څخه ۲۰ زره افغان کډوال ایستل شوي دي

21 دلو 1402 ساعت 15:48

د ایران د اسلامي جمهوریت د خراسان رضوی د پولو د ساتونکو قوماندان وايي چی په تیرو پنځلسو ورځو کښې د دوغارون له لارې د شل زره غیرقانوني افغان کډوال ایستل شوي دي.


آوا - کابل: مجید شجاع د دغو کسانو ایستل په ایران کې د بهرنیو هیوادونو د اتباعو د غیر قانونی شتون په وړاندې یو قانونی اقدام وباله.
 
د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، دغه ایراني چارواکي ویلي، د بهرنیو هېوادونو هر وګړی باید د رسمي او قانوني دروازو له لارې ایران ته داخل شي، که نه نو له هغوی سره به پرېکنده چلند وشي.
 
ایران تر دې وړاندې هم زرګونه افغان کډوال ایستلي دي.
 
باید وویل شي چې ایران د څو میلیونو افغان کډوالو کوربه دی.


د مطلب کود: 285614

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285614/په-تېرو-۱۵-ورځو-کې-له-ایران-څخه-۲۰-زره-افغان-کډوال-ایستل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com