دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۴۸
د مطلب کود : 285614
په تېرو ۱۵ ورځو کې له ایران څخه ۲۰ زره افغان کډوال ایستل شوي دي
د ایران د اسلامي جمهوریت د خراسان رضوی د پولو د ساتونکو قوماندان وايي چی په تیرو پنځلسو ورځو کښې د دوغارون له لارې د شل زره غیرقانوني افغان کډوال ایستل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: مجید شجاع د دغو کسانو ایستل په ایران کې د بهرنیو هیوادونو د اتباعو د غیر قانونی شتون په وړاندې یو قانونی اقدام وباله.
 
د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، دغه ایراني چارواکي ویلي، د بهرنیو هېوادونو هر وګړی باید د رسمي او قانوني دروازو له لارې ایران ته داخل شي، که نه نو له هغوی سره به پرېکنده چلند وشي.
 
ایران تر دې وړاندې هم زرګونه افغان کډوال ایستلي دي.
 
باید وویل شي چې ایران د څو میلیونو افغان کډوالو کوربه دی.
https://avapress.com/vdcb8sb5arhbw0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته