ONS_MAIN_BLOCK}']['prms']['section_id'] = 0; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_expired'] = 0; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_modified'] = '1398-03-21 10:01:06'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_html'] = '1'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['func'] = 'Get_Special_Sections_Block'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['prms']['section_id'] = 'dynamic_section'; ?>ONS_MAIN_BLOCK}']['prms']['section_id'] = 0; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_expired'] = 0; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_modified'] = '1398-03-21 10:01:06'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_html'] = '1'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['func'] = 'Get_Special_Sections_Block'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['prms']['section_id'] = 'dynamic_section'; ?> آوا - له ایران څخه څه باندې ۸۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول - دچاپ وړ نسخه

کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له ایران څخه څه باندې ۸۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

23 دلو 1402 ساعت 14:42

د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۳۵ تنه افغان کډوال چې په ایران کې میشت دي د هرات د قل اردو له لارې خپل هیواد ته راستانه شوي دي.


آوا: د مهاجرینو وزارت مطبوعاتي دفتر نن دوشنبه د دلوې ۲۳ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اسلام قلعه سرحدي قومندان د معلوماتو له مخې، د یاد شویو کسانو له ډلې ۳۵۵ تنه د کورنیو او د مهاجرت د نړیوال سازمان دفتر ته ور وپیژندل شول او خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.

د مهاجرینو وزارت زیاتوي چې ۲۲۸ نورو کسانو هم له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت وايي، د ننګرهار، کندهار، نیمروز، هرات او پکتیکا ولایتونو له پولو د ۱۶۷ اجباري راستنېدونکو په ګډون ۵۲ کورنۍ د دلوې په ۲۲مه له پاکستان څخه هېواد ته داخلې شوې او په بایومتریک ډول ثبت او ورسره مرسته شوې.

دغه وزارت زیاتوي چې د ۱۸ کسانو په ګډون ۳ کورنۍ خپلو اصلي ځایونو ته انتقال شوې او کرایه ورکړل شوې، ۳۴ کورنیو ته نغدي مرستې ورکړل شوې، ۵۰ کورنۍ په موقتي کمپونو کې ځای پر ځای شوې، د ۱،۶۶ کسانو درملنه شوې، ۱۰۱ سیم کارتونه ورکړل شول.

د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په لسګونو تنه هغه کسان چې حرفوي اومسلکي اسناد يې درلودل پېژندل شوي او راستنېدونکو ماشومانو ته د چاوديدونکو توکو د پاکولو، ساتنې او عامه پوهاوي په برخه کې د لوبو او تفريحي پروګرامونه هم برابر شوي دي. 

باید وویل شي، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ له پراخو ملي او نړیوالو نیوکو سره سره په کلکه روانه ده.


د مطلب کود: 285732

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285732/له-ایران-څخه-څه-باندې-۸۰۰-افغان-کډوال-هېواد-ته-راستانه-شول

آوا
  https://www.avapress.com