دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۲
د مطلب کود : 285732
له ایران څخه څه باندې ۸۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول
د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۳۵ تنه افغان کډوال چې په ایران کې میشت دي د هرات د قل اردو له لارې خپل هیواد ته راستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د مهاجرینو وزارت مطبوعاتي دفتر نن دوشنبه د دلوې ۲۳ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اسلام قلعه سرحدي قومندان د معلوماتو له مخې، د یاد شویو کسانو له ډلې ۳۵۵ تنه د کورنیو او د مهاجرت د نړیوال سازمان دفتر ته ور وپیژندل شول او خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.

د مهاجرینو وزارت زیاتوي چې ۲۲۸ نورو کسانو هم له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت وايي، د ننګرهار، کندهار، نیمروز، هرات او پکتیکا ولایتونو له پولو د ۱۶۷ اجباري راستنېدونکو په ګډون ۵۲ کورنۍ د دلوې په ۲۲مه له پاکستان څخه هېواد ته داخلې شوې او په بایومتریک ډول ثبت او ورسره مرسته شوې.

دغه وزارت زیاتوي چې د ۱۸ کسانو په ګډون ۳ کورنۍ خپلو اصلي ځایونو ته انتقال شوې او کرایه ورکړل شوې، ۳۴ کورنیو ته نغدي مرستې ورکړل شوې، ۵۰ کورنۍ په موقتي کمپونو کې ځای پر ځای شوې، د ۱،۶۶ کسانو درملنه شوې، ۱۰۱ سیم کارتونه ورکړل شول.

د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په لسګونو تنه هغه کسان چې حرفوي اومسلکي اسناد يې درلودل پېژندل شوي او راستنېدونکو ماشومانو ته د چاوديدونکو توکو د پاکولو، ساتنې او عامه پوهاوي په برخه کې د لوبو او تفريحي پروګرامونه هم برابر شوي دي. 

باید وویل شي، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ له پراخو ملي او نړیوالو نیوکو سره سره په کلکه روانه ده.
https://avapress.com/vdcc1pqii2bq4m8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته