کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د لرغونو اثارو د بیارغونې لپاره د جاپان چمتووالی اعلان شو

30 دلو 1402 ساعت 12:14

په کابل کې د جاپان سفیر د اطلاعاتو او فرهنګ له سرپرست وزیر سره په کتنه کې وویل، هېواد یې د افغانستان د لرغونو اثارو په بیا رغونه کې همکاري کوي او غواړي له اسلامي امارت سره ښې اړیکې ولري.


آوا - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کرومایا سره وکتل.
 
په دې کتنه کې ښاغلي کورومیا د لرغونو اثارو د بیارغاونې په برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې هېواد یې له اسلامي امارت سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
 
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وايي، افغانستان او جاپان د متقابل درناوي پر بنسټ ښې ډیپلوماتیکې اړیکې لري.


د مطلب کود: 286095

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/286095/د-افغانستان-لرغونو-اثارو-بیارغونې-لپاره-جاپان-چمتووالی-اعلان-شو

آوا
  https://www.avapress.com