دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۱۴
د مطلب کود : 286095
د افغانستان د لرغونو اثارو د بیارغونې لپاره د جاپان چمتووالی اعلان شو
په کابل کې د جاپان سفیر د اطلاعاتو او فرهنګ له سرپرست وزیر سره په کتنه کې وویل، هېواد یې د افغانستان د لرغونو اثارو په بیا رغونه کې همکاري کوي او غواړي له اسلامي امارت سره ښې اړیکې ولري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کرومایا سره وکتل.
 
په دې کتنه کې ښاغلي کورومیا د لرغونو اثارو د بیارغاونې په برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې هېواد یې له اسلامي امارت سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
 
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وايي، افغانستان او جاپان د متقابل درناوي پر بنسټ ښې ډیپلوماتیکې اړیکې لري.
https://avapress.com/vdcf1vd0tw6dcxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته