افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کرومایا سره وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي کورومیا د لرغونو اثارو د بیارغاونې په برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې هېواد یې له اسلامي امارت سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وايي، افغانستان او جاپان د متقابل درناوي پر بنسټ ښې ډیپلوماتیکې اړیکې لري.