افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هېواد د هوا پېژندنې اداره د هېواد په یو شمېر شمالي، شمال ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د سختو واورو د ورېدو خبر ورکوي.
درنو واورو د دغو ولایتونو کروندګر اندېښمن کړي دي.
د میدان وردګ ولایت یو له باغدارانو څخه محمد بصیر وايي، چې د ثور په میاشت کې د واورې اورښت د چهارمغز، مڼې، ناک، زردالو، بادامو او نورو ونو میوو ته زیان رسوي.
د کرنې کارپوه انجنیر مسعود وايي، د پسرلي یخنۍ د مني له لومړیو یخنۍ څخه ډېره خطرناکه ده، دا ډول یخنۍ د ګلانو او میوو د زیانمنېدو لامل کېږي.
د هغه په وينا، د پسرلي يخنۍ هغه مهال رامنځته کېږي، چې د ونو ګلان خلاص شي.
دا په تېرو څو لسیزو کې لومړی کال دی چې په هېواد کې د ثور په میاشت کې د افغانستان یو شمېر ولایتونه د واورې د اورښت شاهدان دي.