دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۲۹
د مطلب کود : 289579
د چین یوه دولتي شرکت د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده
د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د چین یوه دولتي شرکت د افغانستان د کانونو په زېرمو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د چین هېواد د دولتي شرکت "ایم سي سي هولودا" مشر د شیخ شهاب الدین دلاور سره په ارګ کې وکتل. 
 
په همدې حال کې شیخ شهاب الدین دلاور د دغه شرکت د خوښې هرکلی وکړ او ویې ویل چې له دغه شرکت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی چې د اسلامي امارت له شرایطو سره سم په هېواد کې دننه پروسس وکړي.
 
د يادونې وړ ده، چې په هېواد کې د امنيت له ټينګښت سره په افغانستان کې د پانګونې لپاره د بهرنيو پانګوالو لېوالتيا زياته شوې ده
https://avapress.com/vdcfe1d01w6dcta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته