دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۳۹
د مطلب کود : 289583
د لبنان له جنوب څخه د اشغال شوي فلسطین تر شمالي سیمو پراخ راکټي بریدونه شوي
خبری رسنیو خبر ورکړی دی چې د لبنان له جنوب څخه د نیواک شوی فلسطین په شمال کښې د صهیونیسټی رژیم په مرکزونو څه دپاسه دیرش توغندی وتوغول شول .
افغان غږ خبری آژانس: نن سهار (دوشنبه) رسنیو خبر ورکړی، چې د لبنان له جنوب څخه د اشغال شوی فلسطین په شمال کې د صهیونیسټی رژیم په مرکزونو لسګونه توغندی توغول شوی دی.
 
د لبنان په جنوب کښې د المیادین خبریال اعلان وکړ چې له جنوبی لبنان څخه د نیواک شوی فلسطین په شمال کښې د اسبع الجلیل په سیمه کښې له دیرش زیات توغندی توغول شوی دی.
 
همداشان صهیونیسټي رسنیو خبر ورکړی چې د نیواک شویو سیمو په شمال کښې د الارم سایرن غږیدلي او اعلان یې کړی چې ۴۵ کاتیوشا راکټونه د کریات شمعون او د هغه په ​​شاوخوا سیمو ویشتل شوي دي.
 
دا په داسې حال کښې دی چې د لبنان اسلامی مقاومت په تیره میاشت کښې د غزې د تړانګې په ملاتړ او هم د لبنان په ولسی وګړو باندې د نیواکګر رژیم د تیریو په ځواب کښې په کمیتی او کمیتی لحاظ د خپلو عملیاتو یو پرمختللی پړاو ته داخل شوی دی. صهیونیسټانو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي او دوام لري.
https://avapress.com/vdcaaonue49nam1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته