کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یوناما د بي طرفه او شفافو راپورونو د خپرولو غوښتنه وکړه

5 حوت 1402 ساعت 11:08

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو څانګې مشر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت (یوناما) د بشري حقونو د څانګې له مشرې سره په کتنه کې وویل، چې یوناما د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ د پل حیثیت لري او باید خپل راپورونه په پوره بې طرفۍ او روڼتیا سره خپور کړي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمطبوعاتو له سرپرست مولوي ضياالحق حقمل په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت یا یوناما د بشري حقونو د څانګې مشرې فیونا فریزر سره وکتل. 

د یوناما دفتر د بشري حقونو د څانګې مشرې له رسنیو څخه د ملاتړ په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هڅو قدرداني وکړه او د رسنیو د سرغړونې د کمیسیون جوړیدل یې یو ستر نوښت وباله.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو سرپرست او د باختر آژانس رييس مولوي ضياءالحق حقمل په دې کتنه کې وويل، يوناما د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ د ارتباطي پل په څېر ده او بايد خپلې ليکنې په بشپړه بې طرفۍ او شفافیت سره خپور کړي.


د مطلب کود: 286375

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/286375/د-اطلاعاتو-او-فرهنګ-وزارت-یوناما-بي-طرفه-شفافو-راپورونو-خپرولو-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com