دخپریدو نیټه :شنبه ۵ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۸
د مطلب کود : 286375
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یوناما د بي طرفه او شفافو راپورونو د خپرولو غوښتنه وکړه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو څانګې مشر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت (یوناما) د بشري حقونو د څانګې له مشرې سره په کتنه کې وویل، چې یوناما د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ د پل حیثیت لري او باید خپل راپورونه په پوره بې طرفۍ او روڼتیا سره خپور کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمطبوعاتو له سرپرست مولوي ضياالحق حقمل په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت یا یوناما د بشري حقونو د څانګې مشرې فیونا فریزر سره وکتل. 

د یوناما دفتر د بشري حقونو د څانګې مشرې له رسنیو څخه د ملاتړ په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هڅو قدرداني وکړه او د رسنیو د سرغړونې د کمیسیون جوړیدل یې یو ستر نوښت وباله.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو سرپرست او د باختر آژانس رييس مولوي ضياءالحق حقمل په دې کتنه کې وويل، يوناما د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ د ارتباطي پل په څېر ده او بايد خپلې ليکنې په بشپړه بې طرفۍ او شفافیت سره خپور کړي.
https://avapress.com/vdcgu39xnak97w4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته