کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل روغتونونو ته له ۴۰ څخه د زیاتو ماشومانو د زړه د سوري د درملنې لپاره معرفي شوي

8 حوت 1402 ساعت 13:36

د افغان سرې میاشتې ټولنې د کابل روغتونونو ته د زړه د سوري په ناروغۍ اخته ۴۵ ماشومان د درملنې لپاره معرفي کړي دي.


آوا)- کابل: د افغان سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه ماشومان یې د کابل ښار څلورو روغتونونو ته د عملیاتو او درملنې په موخه معرفي کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې په تېرو ۱۹ مياشتو کې د افغاني سرې مياشتې له لوري دوه زره او ۹۱۲ ناروغان د درملنې په موخه بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندل شوي او د يادو ناروغانو د درملنې او عملياتو ټول لګښت د يادې ادارې له لوري ورکول کېږي.


د مطلب کود: 286575

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/286575/د-کابل-روغتونونو-ته-له-۴۰-څخه-زیاتو-ماشومانو-زړه-سوري-درملنې-لپاره-معرفي-شوي

آوا
  https://www.avapress.com