افغان غږ خبری آژانس)- کابل: د افغان سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه ماشومان یې د کابل ښار څلورو روغتونونو ته د عملیاتو او درملنې په موخه معرفي کړي دي.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو ۱۹ مياشتو کې د افغاني سرې مياشتې له لوري دوه زره او ۹۱۲ ناروغان د درملنې په موخه بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندل شوي او د يادو ناروغانو د درملنې او عملياتو ټول لګښت د يادې ادارې له لوري ورکول کېږي.