دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۳
د مطلب کود : 290101
د ګوادر په بندر کې پر پاکستاني کارګرانو برید ۷ تنه وژلي دي
پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي، چې د ګوادر بندر ته څېرمه د ناپېژاندو وسله والو له برید وروسته ۷ تنه کارګران وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د بلوچستان ایالت ګوادر بندر ته څېرمه د نامعلومو وسله والو په برید کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي دي.
 
د پاکستان "دان" ورځپاڼې لیکلي دي چې وژل شوي کسان د پنجاب ایالت اوسېدونکي دي. 
 
د بلوچستان ایالتي چارو وزیر میر سرفراز بګټي دغه برید غندلی او دا یې "ترهګري" بللې ده.
 
باید وویل شي، چې د ګوادر په بندر کې د ترهګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې ۸ بریدګر او دوه ملکي وګړي وژل شوي وو.
https://avapress.com/vdciuuarzt1a3z2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته