افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د بلوچستان ایالت ګوادر بندر ته څېرمه د نامعلومو وسله والو په برید کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي دي.
د پاکستان "دان" ورځپاڼې لیکلي دي چې وژل شوي کسان د پنجاب ایالت اوسېدونکي دي.
د بلوچستان ایالتي چارو وزیر میر سرفراز بګټي دغه برید غندلی او دا یې "ترهګري" بللې ده.
باید وویل شي، چې د ګوادر په بندر کې د ترهګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې ۸ بریدګر او دوه ملکي وګړي وژل شوي وو.