افغان غږ خبری آژانس: د بې سرحده ډاکټرانو د روغتیايي ډلې مشر "اوورلي ګودر" په یوه بیان کې د رفح د پولې د بیا پرانستلو د غوښتنې په ترڅ کې وویل چې بشري مرستې، طبي وسایل، خوراکي توکي او د سونګ مواد به د دغه خنډ له امله داخل نه شي.
د غزې په تړانګه کې د اوبو، خوراکي توکو او درملو د کمښت په اړه ګودر زیاته کړه: له اوو میاشتو څخه زیاتې جګړې وروسته، چې 1.7 میلیونه خلک یې د خپلو کورونو پریښودو ته اړ کړل.
د ملګرو ملتو سرمنشي «انتونیو ګوتریش» هم په یوه بیانیه کښې خبرداری ورکړ چې په رفح باندې د صهیونیسټي رژیم حمله به د بشري ناورین سبب شي او یوه ستراتیژیکه اشتباه ده.
د ملګرو ملتو سرمنشي له صهیونیسټ رژیم او حماس غورځنګ وغوښتل چې اوربند وکړي او د رفح په ښار د دغه رژیم د بشپړ یرغل مخه ونیسي.
ګوترش نننۍ دوره د فلسطین د خلکو، صهیونیسټ رژیم او د ټولې سیمې د برخلیک لپاره یوه پریکړه کونکې شیبه وبلله.
د دوشنبې په ورځ د ثور په ۱۷مه نیټه د صهیونیسټ رژيم جنګي کابینې له نړیوالو مخالفتونو سره سره د غزې د تړانګې په جنوب کښې د رفح په ښار باندې د ځمکني برید اجازه ورکړه او د دغه رژیم فوځ د فلسطین په لویدیځه غاړه کښې قبضه وکړه.