افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پروان ولایت په مرکز او بګرام ولسوالۍ کې د څه باندې ۳۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته د درې پرمختیايي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د باختر آژانس د خبرله مخې: په دغو پروژو کې د يوه ښوونځي جوړول، د رباط د کلي د شورا د ودانۍ ترميم او د پنځو شنه خونو جوړول شامل دي.
رسنیو خبر ورکړی، چې د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ او مزارشریف ښار کې د یوه بند او درې سړکونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.