کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سلګونو بهرنیو سیلانیانو د غزني له طبیعي او لرغونو سیمو څخه لیدنه کړې ده

13 حوت 1402 ساعت 13:21

د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د روان کال له پیله تراوسه ۲۹۳ بهرنیو سیلانیانو د دغه ولایت طبیعي جاذبې او لرغوني ځایونه لیدلي دي.


آوا - کابل: د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس مل پاسوال حمیدالله نثار وايي چې د روان کال له پیله تر اوسه ۲۹۳ بهرنیو سیلانیانو دغه ولایت ته سفر کړی او د غزني له طبیعي ځایونو او لرغونو سیمو څخه یې لیدنه کړې ده.
 
د غزني ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وويل، چې ډېرى دغه سيلانيان د روسيې، چين، انګلستان، اسټراليا، هند، امريکا، ايران، جنوبي کوريا او نورو هېوادونو اتباع دي.
 
بايد وويل شي، چې په هېواد کې له نسبي امنيت سره په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان بېلابېلو ولايتونو ته د بهرنيو سيلانيانو سفرونه زيات شوي دي.


د مطلب کود: 286823

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/286823/په-سلګونو-بهرنیو-سیلانیانو-د-غزني-له-طبیعي-او-لرغونو-سیمو-څخه-لیدنه-کړې-ده

آوا
  https://www.avapress.com