دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۲۱
د مطلب کود : 286823
په سلګونو بهرنیو سیلانیانو د غزني له طبیعي او لرغونو سیمو څخه لیدنه کړې ده
د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د روان کال له پیله تراوسه ۲۹۳ بهرنیو سیلانیانو د دغه ولایت طبیعي جاذبې او لرغوني ځایونه لیدلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس مل پاسوال حمیدالله نثار وايي چې د روان کال له پیله تر اوسه ۲۹۳ بهرنیو سیلانیانو دغه ولایت ته سفر کړی او د غزني له طبیعي ځایونو او لرغونو سیمو څخه یې لیدنه کړې ده.
 
د غزني ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وويل، چې ډېرى دغه سيلانيان د روسيې، چين، انګلستان، اسټراليا، هند، امريکا، ايران، جنوبي کوريا او نورو هېوادونو اتباع دي.
 
بايد وويل شي، چې په هېواد کې له نسبي امنيت سره په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان بېلابېلو ولايتونو ته د بهرنيو سيلانيانو سفرونه زيات شوي دي.
https://avapress.com/vdcewp8wxjh8vvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته