کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اندونيزيا افغانستان ته د پوليو ضد واکسين لس ميليونه ډوزونه لېږي

19 حوت 1402 ساعت 12:32

د اندونیزیا حکومت اعلان کړی، چې دغه هېواد به د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) په همکارۍ افغانستان ته د پولیو ضد واکسین لس میلیونه ډوز ولېږي.


آوا - مانیتورینګ: د اندونیزیا د مالیې وزیر سری مولیاني ویلي، هېواد یې کار کوي چې افغانستان ته دغه اندازه واکسین ورکړي.

د واکسین دغه اندازه باید ۳.۳ میلیونه افغان ماشومان چې عمرونه یې له دریو کلونو کم وي، تر پوښښ لاندې راولي.

د اندونیزیا د مالیې وزیر څرګنده کړه: اندونیزیا تل د همکارۍ روحیه لري، د مختلفو څو اړخیزو او دوه اړخیزو پروګرامونو ملاتړ کوي.

د یادولو وړ ده چې اندونیزیا په نړۍ کې د پولیو د واکسین یو لوی تولیدونکی هیواد دی.

په همدې حال کې د نړیوالو سازمانونو د معلوماتو پر بنسټ افغانستان د نړۍ له هغو دوو وروسته پاتې هېوادونو څخه دی چې پولیو په کې په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې./آریانا نیوز


د مطلب کود: 287117

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287117/اندونيزيا-افغانستان-ته-د-پوليو-ضد-واکسين-لس-ميليونه-ډوزونه-لېږي

آوا
  https://www.avapress.com