دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۳۲
د مطلب کود : 287117
اندونيزيا افغانستان ته د پوليو ضد واکسين لس ميليونه ډوزونه لېږي
د اندونیزیا حکومت اعلان کړی، چې دغه هېواد به د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) په همکارۍ افغانستان ته د پولیو ضد واکسین لس میلیونه ډوز ولېږي.
افغان غږ خبری آژانس - مانیتورینګ: د اندونیزیا د مالیې وزیر سری مولیاني ویلي، هېواد یې کار کوي چې افغانستان ته دغه اندازه واکسین ورکړي.

د واکسین دغه اندازه باید ۳.۳ میلیونه افغان ماشومان چې عمرونه یې له دریو کلونو کم وي، تر پوښښ لاندې راولي.

د اندونیزیا د مالیې وزیر څرګنده کړه: اندونیزیا تل د همکارۍ روحیه لري، د مختلفو څو اړخیزو او دوه اړخیزو پروګرامونو ملاتړ کوي.

د یادولو وړ ده چې اندونیزیا په نړۍ کې د پولیو د واکسین یو لوی تولیدونکی هیواد دی.

په همدې حال کې د نړیوالو سازمانونو د معلوماتو پر بنسټ افغانستان د نړۍ له هغو دوو وروسته پاتې هېوادونو څخه دی چې پولیو په کې په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې./آریانا نیوز
https://avapress.com/vdcb8zb5zrhbw8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته