د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت اعلان کړی، چې ترکیه او جاپان به تر راتلونکو دریو کلونو پورې د دغه وزارت ۶۰ تخنیکي کارکوونکي د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې وروزي.
ترکیه او جاپان د حکومت ۶۰ تخنیکي کارکوونکو ته د پېښو د مخنیوي په برخه کې روزنه ورکوي
19 حوت 1402 ساعت 13:11
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت اعلان کړی، چې ترکیه او جاپان به تر راتلونکو دریو کلونو پورې د دغه وزارت ۶۰ تخنیکي کارکوونکي د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې وروزي.
آوا: دغه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د ترکيې د تيکا خيريه موسسې او د جاپان د جايکا انستيتوت ترکيې ته د دغه وزارت د تخنيکي پلاوي د سفر پر مهال د پېښو د مخنيوي په برخه کې د دغه وزارت د کارکوونکو د روزنې ژمنه کړې ده.
له ياد پلاوي سره د يادو ادارو د استازو په ناسته کې پر بشري مرستو او تخنيکي لارو چارو هم خبرې وشوې او د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې يې د هر اړخيزو همکاريو ژمنه وکړه./آریانا نیوز
د مطلب کود: 287122