افغان غږ خبری آژانس: دغه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د ترکيې د تيکا خيريه موسسې او د جاپان د جايکا انستيتوت ترکيې ته د دغه وزارت د تخنيکي پلاوي د سفر پر مهال د پېښو د مخنيوي په برخه کې د دغه وزارت د کارکوونکو د روزنې ژمنه کړې ده.
له ياد پلاوي سره د يادو ادارو د استازو په ناسته کې پر بشري مرستو او تخنيکي لارو چارو هم خبرې وشوې او د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې يې د هر اړخيزو همکاريو ژمنه وکړه./آریانا نیوز