کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان د ولسمشر د ټاکنو لپاره د رای اچونې بهیر پیل شو

19 حوت 1402 ساعت 15:03

د پاکستان د پنجاب، سند، خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو د ملي اسمبلۍ، مشرانو جرګې او ایالتي اسمبلۍ غړو چې شمېر یې شاوخوا یو زرو تنو ته رسېږي، د دغه هېواد د ولسمشر د ټاکلو لپاره د رایې ورکولو بهیر پیل کړ.


آوا: آصف علي زرداري د پاکستان د پیپلز ګوند او مسلم لیګ نواز په ملاتړ او محمود خان اڅکزی د تحریک انصاف او سیاسي متحدینو په ملاتړ سره د ولسمشرۍ لپاره سیالي کوي. هر هغه کاندید چې د ملي او ایالتي اسمبلۍ د غړو په منځ کې اکثریت وګټي هغه به د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د پاکستان ولسمشر وي.
 
د رای ورکولو بهیر نن سهار (شنبه، د حوت ۱۹مه) پیل شو.


د مطلب کود: 287129

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287129/د-پاکستان-ولسمشر-ټاکنو-لپاره-رای-اچونې-بهیر-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com