د پاکستان د پنجاب، سند، خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو د ملي اسمبلۍ، مشرانو جرګې او ایالتي اسمبلۍ غړو چې شمېر یې شاوخوا یو زرو تنو ته رسېږي، د دغه هېواد د ولسمشر د ټاکلو لپاره د رایې ورکولو بهیر پیل کړ.
افغان غږ خبری آژانس: آصف علي زرداري د پاکستان د پیپلز ګوند او مسلم لیګ نواز په ملاتړ او محمود خان اڅکزی د تحریک انصاف او سیاسي متحدینو په ملاتړ سره د ولسمشرۍ لپاره سیالي کوي. هر هغه کاندید چې د ملي او ایالتي اسمبلۍ د غړو په منځ کې اکثریت وګټي هغه به د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د پاکستان ولسمشر وي. د رای ورکولو بهیر نن سهار (شنبه، د حوت ۱۹مه) پیل شو.