ایران د افغانستان په پوله کې د "ترهګرۍ" ډلې سره د خپلو سرحدي ځواکونو د نښتې خبر وکړ
آوا - تهران: د ایران د پوله ساتو د پولیسو قوماندان سردار احمد علی ګودرزی نن شنبه د حوت په ۱۹ مه وویل: د یوې ترهګرې ډلې غړی چې غوښتل یې هیواد ته د تخریبی اعمالو په موخه داخل شی، د نهبندان سرحدي قطعې سرحدي ساتونکي نښته ورسره کړی او د پام وړ چاودیدونکي توکي کشف کړی.
د تسنیم د راپور له مخې، دغه ایرانی چارواکی زیاته کړه: د نهبندان پوله ساتو ځواکونو د جنوبی خراسان ولایت په پولو کښې د خپلو استخباراتی کړیو څخه خبر ترلاسه کړي وو چې، یوه ترهګره ډله غواړي و دغه هیواد ته داخل شی او تخریبي فعالیتونه ترسره کړي.
د ایران د پوله ساتو د پولیسو قوماندان وویل: زړور سرحدی ساتونکو په هوښیارۍ سره د پیژندل شویو سیمو کنټرول په لاس کښې واخیست او د وسله والې نښتې په ترڅ کښې یې دغې ترهګرې ډلې ته سخته ګوزار ورکړ او دغه هیواد ته یې د داخلیدو مخه ونیوله.
د ایران دغه جګپوړي سرحدي چارواکي په دې خبرې سره چې په دغو عملیاتو کښې د دغې ډلې یوشمیر غړي ژوبل شوي او افغانستان ته تښتیدلي دي زیاته کړه: له دغې ډلې څخه د پام وړ اندازه چاودیدونکي تجهیزات چې پکښې جنګي ماینونه، د ټي ایم فلزي ماینونه او ډول ډول ریموټ ټرانسمیټرونه او نور تجهیزات شامل دي ترلاسه شوي.